12 زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.
هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.
د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو.
نو په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به ستاسو د حق دفاع وکړم او ستاسو انتقام به واخلم، زۀ به د هغۀ د سيند او چينو اوبۀ اوچې کړم.
تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“
هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.
او د ټولو نه بېرحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده.
هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.
ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.