زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بېرحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى.
د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.