1 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.
او کله چې هغه راشى، نو هغه به د مِصر مُلک تباه کړى. هغه څوک به مړ کړى د چا دپاره چې د مرګ سزا مقرر شوې وى، د قېد سزا به هغۀ ته ورکړى چا ته چې د قېد سزا مقرر شوې وى، او څوک به په تُوره مړۀ کړى د چا دپاره چې په تُوره مړ کېدل مقرر شوى وى.
په تحفنحيس کښې مالِک خُدائ يرمياه ته بل پېغام ورکړو. هغۀ وفرمائيل چې،
مالِک خُدائ د غېريهوديانو په حقله يرمياه نبى ته پېغام ورولېږلو.
په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف خپل مخ ورواړوه. د هغۀ او د ټول مِصر خلاف پېشګوئې وکړه.
چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقىايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
”اے بنى آدمه پېشګوئې وکړه او ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، وير وکړئ او ووايئ، افسوس دې وى په هغه ورځ
تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“