Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 3:9
15 Iomraidhean Croise  

يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.


خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بې‌عزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.


نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.


د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.


زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.


خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.


او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.


خو ګوره، زۀ به تا هم د هغوئ په شان ضدى او په زړۀ سخت کړم لکه څنګه چې هغوئ دى.


د بنى اِسرائيلو سرکشه قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ستاسو دا دومره حرام کارونه بس دى.


خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم.


هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو.


داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى.


کوم زميندار چې محنت کوى نو په کار دے چې د فصل وړومبۍ حِصه هغۀ ته ورکړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan