Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خو د بنى اِسرائيلو قوم نۀ غواړى چې تا ته غوږ ونيسى ځکه چې هغوئ نۀ غواړى چې ما ته غوږ ونيسى، ځکه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ضدى او په زړۀ سخت دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 3:7
22 Iomraidhean Croise  

د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.


ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.


نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.


”کومه خبره چې تا مونږ ته د مالِک خُدائ په نوم وکړه هغې ته به مونږ غوږ نۀ نيسو.


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


ما ورته ووئيل، ”چا سره زۀ خبرې وکړم، چا ته خبردارے ورکړم؟ څوک به ما ته غوږ ونيسى؟ هغوئ خپل غوږونه کاڼۀ کړى دى او هغوئ اورېدل نۀ غواړى. دوئ د مالِک خُدائ کلام پورې خندا کوى. او په هغې خوشحاليږى نه.


بيا ما په تاسو باندې محافظان مقرر کړل چا چې به تاسو ته وئيل، د بيګل آواز ته غوږ ونيسئ. خو تاسو ووئيل چې، نه مونږ به ورته توجو نۀ ورکوو.


نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى.


کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


کومه وينه چې يروشلم تويه کړه نو هغه په ميدان کښې په يو کولاو ګټ تويه شوه، داسې نۀ وو شوے چې ګنې په زمکه تويه شوه او دوړې پټه کړه.


زۀ تا هغه ډېرو خلقو ته نۀ استوم چې د چا په ژبه به پوهېدل تا ته ګران وى او د هغې الفاظ به مختلف وى او تۀ به پرې نۀ پوهېږې. خو کۀ چرې تۀ ما هغوئ ته لېږلے وے، نو هغوئ به بيا تا ته غوږ نيولے وے.


خو ګوره، زۀ به تا هم د هغوئ په شان ضدى او په زړۀ سخت کړم لکه څنګه چې هغوئ دى.


خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.


هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو.


هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.


او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan