5 زۀ تا داسې خلقو ته نۀ استوم چې د هغوئ ژبه ستا دپاره نا آشنا او سخته وى خو تا زۀ بنى اِسرائيلو ته استوم.
هغۀ د يوسف دپاره يو قانون جوړ کړو، چې کله هغه د مِصر په خلاف راووتو. چرته چې مونږ نا آشنا آواز واورېدلو چې پرې نۀ پوهېدلو.
نو اوس به خُدائ پاک خپلو خلقو سره د پردى مُلک د خلقو په ذريعه خبرې کوى څوک چې عجيبه ژبه وائى.
نو تاسو به نور د پردى مُلک هغه ظالمان ونۀ وينئ چې هغوئ داسې سخته ژبه وائى چې په هغې باندې تاسو نۀ پوهېږئ.
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، اوس بنى اِسرائيلو له ورشه او زما کلام هغوئ ته واوروه.
زۀ تا هغه ډېرو خلقو ته نۀ استوم چې د چا په ژبه به پوهېدل تا ته ګران وى او د هغې الفاظ به مختلف وى او تۀ به پرې نۀ پوهېږې. خو کۀ چرې تۀ ما هغوئ ته لېږلے وے، نو هغوئ به بيا تا ته غوږ نيولے وے.
بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو.
”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“
کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“