Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 3:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 خو کله چې زۀ تا سره خبرې وکړم، زۀ به ستا خولۀ کولاو کړم نو تۀ به هغوئ ته دا ووائې چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. هر څوک چې اورېدل غواړى هغوئ دې واورى او چې څوک اورېدل نۀ غواړى نو نۀ دې اورى، ځکه چې دا يو سرکشه قوم دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 3:27
17 Iomraidhean Croise  

او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.


کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.


نو هم په هغه وخت کښې به ستا خولۀ کولاو شى، او تۀ به د هغۀ سره خبرې وکړې او نور به تۀ خاموشه پاتې نۀ شې. نو تۀ به د هغوئ دپاره نمونه يې، او هغوئ به په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقى‌ايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“


نو اوس د خپل قوم خلقو له ورشه څوک چې جلاوطن شوى دى او هغوئ سره خبرې وکړه. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، دا چې هغوئ ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نه.“


زۀ به ستا ژبه تالو پورې ونښلوم چې تۀ خاموشه پاتې شې او هغوئ ونۀ رټلے شى ځکه چې هغوئ سرکشه قوم دے.


او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“


د هغه کس د راتلو نه يو ماښام وړاندې، د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو، هغۀ زما خولۀ په سحر کښې د هغه سړى د راتلو نه وړاندې پرانستله. نو بيا زما خولۀ پرانستلے شوې وه او زۀ نور چپ نۀ شوم پاتې کېدے.


په حقيقت کښې تۀ د هغوئ دپاره د يو داسې موسيقار په شان يې چې په خوږ آواز سره د مينې سندرې وائى او يا ښۀ ساز غږوى. نو هم داسې هغوئ ستا خبرې اورى خو عمل پرې نۀ کوى.


کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى هغه دې واورى.“


ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.


او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan