25 او اے بنى آدمه، تۀ به په پړو باندې وتړلے شې، تۀ به بند کړے شې د دې دپاره چې تۀ بهر د خلقو مينځ ته ونۀ وځې.
زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.
زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى.
هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“
زۀ تا ته رښتيا وايم چې کله چې تۀ ځوان وې نو تا به خپله ملا په خپله تړله او چرته چې به دې خوښه وه هلته به تللې، خو کله چې تۀ زوړ شې نو تۀ به خپل لاسونه خوارۀ کړې او بل څوک به دې ملا وتړى او هغه خوا ته به دې بوځى چرته چې تۀ تلل نۀ غواړې.“
خو ما ته روحُ القُدس صرف دا يو خبردارے راکوى چې په هر ښار کښې قېد او تکليفونه ستا انتظار کوى.
او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“