24 خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.
زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.
کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته يې کولې.
نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې هغۀ ما ته حکم وکړو، او ساه په هغوئ کښې راغله، هغوئ راژوندى شول او په خپلو پښو ودرېدل، يو ډېر لوئ لښکر ترې جوړ شو.
هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“