22 نو بيا د مالِک خُدائ لاس په ما وو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او وادۍ ته لاړ شه، او زۀ به هلته تا سره خبرې وکړم.“
د مالِک خُدائ کلام په حزقىايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.
نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.
د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.
زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.
او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.
خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“