کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.
خو کۀ تۀ صادق انسان ته خبردارے ورکړې چې ګناه مۀ کوه او هغه ستا خبره ومنى او ګناه کول پرېږدى، نو هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى ځکه چې هغۀ ستا خبردارے قبول کړو او تا په دې خپل ژوند بچ کړو.“