حزقىايل 3:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې. Faic an caibideil |
او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.