11 نو اوس د خپل قوم خلقو له ورشه څوک چې جلاوطن شوى دى او هغوئ سره خبرې وکړه. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، دا چې هغوئ ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نه.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سمدستى واپس لاندې کوز شه، ځکه چې ستا هغه خلق د ګناه په وجه خراب شوى دى، چې تا د مِصر نه راويستلى دى.
نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه بابل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.
کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.
تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى.
نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه.
او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.
نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“
نو زۀ هغه جلاوطنو له راغلم څوک چې په تل ابيب کښې د کبار سيند سره نزدې اوسېدل. زۀ د هغوئ په مينځ کښې د اوو ورځو دپاره چپ کښېناستم.
خو کله چې زۀ تا سره خبرې وکړم، زۀ به ستا خولۀ کولاو کړم نو تۀ به هغوئ ته دا ووائې چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. هر څوک چې اورېدل غواړى هغوئ دې واورى او چې څوک اورېدل نۀ غواړى نو نۀ دې اورى، ځکه چې دا يو سرکشه قوم دے.“
اے بنى آدمه، خپل د مُلک خلقو ته ووايه، د صادق انسان صداقت به هغه بچ نۀ کړى کۀ هغه نافرمانى کوى، او د بدعمله انسان بدعملى به هغه د مرګ کندې ته ونۀ غورزوى کۀ هغه دا پرېږدى. کۀ چرې يو صادق سړے ګناهونه وکړى، نو هغه به د خپل پخوانى صداقت په وجه بچ نۀ شى.
خو بيا هم ستا د مُلک خلق وائى چې، د مالِک خُدائ طريقې بېاِنصافه دى. خو دا هم دوئ دى چې د هغوئ طريقې بېاِنصافه دى.
”اے بنى آدمه د خپلو خلقو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه، کله چې زۀ د يو مُلک خلاف جنګ شروع کړم، نو د هغه مُلک خلق د خپلو خلقو نه يو سړے غوره کړى چې د هغوئ محافظ وى.
مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ترڅو چې ستا خبره ده، ستا د مُلک خلق د خپلو کورونو د دېوالونو خوا کښې او په دروازو کښې ودريږى او ستا په حقله يو بل ته وائى، راځئ چې د هغۀ پېغام واورو کوم چې هغۀ ته د مالِک خُدائ نه مِلاو شوے دے.
کله چې ستا د مُلک خلق ستا نه تپوس وکړى چې، ولې تۀ به مونږ ته دا نۀ وائې چې د دې څۀ مطلب دے؟
په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى.
بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې سمدستى د غرۀ نه کوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوئ مرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه زر اوړېدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے او هغوئ د خپلو ځانونو دپاره د سرو زرو يو بُت جوړ کړے دے.