Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 29:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف خپل مخ ورواړوه. د هغۀ او د ټول مِصر خلاف پېشګوئې وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 29:2
17 Iomraidhean Croise  

په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى.


دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.


نو بيا ما د مالِک خُدائ د لاس نه پيالۍ واخستله او په هغه ټولو قومونو مې وڅښله چې زۀ چا ته هغۀ ورلېږلے وم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“


”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه.


”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.


”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.


خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بې‌ګناه خلق ووژل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan