1 زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.
په تحفنحيس کښې مالِک خُدائ يرمياه ته بل پېغام ورکړو. هغۀ وفرمائيل چې،
مالِک خُدائ د غېريهوديانو په حقله يرمياه نبى ته پېغام ورولېږلو.
کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د بابل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.
د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين بادشاه د جلاوطنۍ پينځم کال وو.
د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو.
د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د مياشتې په وړومبۍ ورځ کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
په يوولسم کال د وړومبۍ مياشتې په اوومه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.
د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.
هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے.