9 ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.
خو تاسو به هم د فانى مخلوق په شان مړۀ شئ، تاسو به هم لکه د نورو بادشاهانو راګزار شئ.“
مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
نو د ستا د خور سدوم ګناه وه چې، هغې او د هغې لوڼو کبر کولو، او هغوئ خېټه ورې وې او د آرام ژوند يې تېرولو، خو د غريبو او ضرورتمندو سره يې امداد نۀ کولو.
تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“
”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.
هغوئ به تا کندې ته ښکته کړى او تۀ به د سمندر په زړۀ کښې په بېدردۍ سره مړ شې.
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.