Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 28:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بې‌رحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 28:7
14 Iomraidhean Croise  

تا د هغۀ شان او شوکت ختم کړے دے، او د هغۀ تخت دې زمکې ته غورزولے دے.


ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د بابل بادشاه نبوکدنضر په وسيله ګڼ مِصريان ختم کړم.


هغه او د هغۀ فوجيان چې په ټولو قومونو کښې ظالمان دى د دې مُلک د تباهۍ دپاره به راوستے شى. هغوئ به خپلې تُورې د مِصر خلاف راوباسى او هغه به د مړو نه ډک کړى.


او د ټولو نه بې‌رحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده.


زۀ به ستا لښکر ختم کړم د هغه طاقتورو خلقو په تُورو چې د ټولې دُنيا بې‌رحمه خلق دى. هغوئ به د مِصر دبدبه ختمه کړى او د هغې ټولې لښکرې به تباه شى.


زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بې‌حرمتى به وشى.


د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.


کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan