Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 28:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 28:2
40 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“


خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.


تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه، قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى.


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.


په صور باندې دا افت چا راوستے دے، هغه صور ښار چې به يې بادشاهتونه جوړول؟ د هغې سوداګر شهزادګان وُو او د هغې تاجران عزتمند ګڼلے شول.


مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.


نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بې‌اولاده.“


نو د ستا د خور سدوم ګناه وه چې، هغې او د هغې لوڼو کبر کولو، او هغوئ خېټه ورې وې او د آرام ژوند يې تېرولو، خو د غريبو او ضرورتمندو سره يې امداد نۀ کولو.


نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې.


ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.


هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.


نو مِصر به په صحرا او شاړه زمکه بدل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ځکه چې تا وئيل چې، دريائے نيل زما دے، هغه ما جوړ کړے دے.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغه دومره اوچته شوې ده، او سر يې بره وريځو سره لګيږى، او هغه خپل لوړوالى ته مغروره شوې وه،


کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى.


بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.


هغه به د خپل پلار نيکۀ معبودانو له عزت نۀ ورکوى او نۀ هغه معبود له کوم چې د ښځو خوښ دے، او نۀ به د يو معبود عزت کوى، خو هغه به خپل ځان د دې ټولو نه اوچت ګڼى.


مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.


دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.


او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا هم اګر کۀ هغوئ ډېر ماهران دى.


نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې.


نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغروره نۀ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.


په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو.


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.


هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan