4 ستا حدونه د سمندر مينځ پورې رسېدلى دى. ستا جوړونکو ستا ښائست لاجوابه جوړ کړے دے.
دا به لکه په سمندر کښې د ماهيګرو د جال د خورولو ځائ په شان وى، ځکه چې ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل چې، نور قومونه به هغه په آسانۍ سره لوټ کولے شى.
صور ته ووايه، چې تۀ د سمندر په غاړه پروت يې او د سمندر د غاړې ډېرو خلقو سره تجارت کوې، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره تا د خپل ځان په حقله وئيل چې زما د ښائست جواب نشته.
تۀ لکه د سمندر د هغه کشتۍ په شان وې چې د حرمون د غرۀ د نختر لرګى نه جوړه شوې وې او هغوئ د دِيار لرګى د لبنان نه راوړل چې ستا دپاره يوه ستن ترې جوړه کړى.
ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بېداغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه.
ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې.