32 کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟
ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.
زۀ ستا په حقله څۀ ووايم، او د چا سره دې برابره کړمه؟ اے يروشلم لورې، تا د څۀ سره مقايسه کړمه چې تا ته تسلى درکړمه؟ اے صيون پېغلې لورې، د سمندر د ژوروالى په اندازه ستا تباهى ده، څوک به تا ته شفا درکړى؟
هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.
نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.
”اے بنى آدمه، د صور په حقله د غم مرثيه ووايه.
ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى.
”اے بنى آدمه، د صور د بادشاه په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د کامليت نمونه وې، د عقل نه ډک وې او ستا حُسن د کمال وو.
او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“