Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 27:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 د عربو او د قيدار ټول شهزادګان ستا خريدار وُو، هغوئ تاسو سره د ګډورو، ګډانو، او چېلو کاروبار وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 27:21
16 Iomraidhean Croise  

دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو، نبايوت، قيدار، ادبئيل، مِبسام،


د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو.


د اِسمٰعيل زامن د دولسو قبيلو مشران شول: نبايوت چې مشر وو، قيدار، ادبئيل، مِبسام،


څۀ فلستيانو يهوسفط له په يو لوئ مِقدار کښې سپين زر او نورې تُحفې راوړې او څۀ عربو ورله اووۀ زره او اووۀ سوه ګډان او اووۀ زره او اووۀ سوه چېلۍ راوستلې.


افسوس دې وى په ما چې زۀ په مسک کښې لکه مسافر اوسېږم، زۀ د قيدار د خېمو په مينځ کښې اوسېږم.


نو بيا به ګډورى تا ته د کپړو دپاره وړۍ درکړى، او چېلۍ به درته د پټو د اخستو قيمت درکړى.


زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه، اے د يروشلم جينکو، د قيدار د خېمو په شان توره يمه او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.


دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى.


صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى.


د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.


مغرب طرف ته د سمندر په بله خوا کښې د قبرص جزيرې ته لاړ شه او وګوره، او د مشرق طرف ته د قيدار مُلک ته څوک ولېږه چې په غور سره لټون وکړى چې آيا د دې نه وړاندې هم داسې کار شوے دے؟


د عربو ټولو بادشاهانو ته او د ټولو هغه اجنبيانو بادشاهانو ته چې هلته په ريګستان کښې اوسېدل،


د قيدار او د حاضور د علاقې په حقله کوم چې د بابل بادشاه نبوکدنضر ورباندې حمله وکړه، مالِک خُدائ فرمائى چې، ”راپاڅئ او په قيدار باندې حمله وکړئ او د مشرق اوسېدونکى تباه کړئ.


يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“


هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan