زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“
هغۀ د عيروعير نه واخله، د مِنيت نه ګېرچاپېره علاقه او تر ابيل کراميم پورې ټول شل ښارونه وران کړل. هلته يو لوئ قتلِ عام وو او عمونيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو.