16 د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول.
دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام.
نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتواېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
کله چې زۀ په شام کښې په جسور کښې اوسېدم، نو ما د مالِک خُدائ سره لوظ وکړو چې کۀ هغه ما واپس يروشلم ته بوځى، نو زۀ به په حبرون کښې د هغۀ عبادت وکړم.“
کله چې د دمشق شاميانو د هددعزر بادشاه مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد په هغوئ باندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.
ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې.
نو تۀ په سپينو او سرو زرو سنګار شوې، تا د قيمتى کتان او ګُلکارۍ جامې واغوستې. ستا خوراک ښۀ اوړۀ، شات او د زيتُونو تېل وُو. تۀ ډېره ښکلې شوې او ستا نه مَلِکه جوړه شوه.
او تا په هغوئ باندې خپلې د کار جامې وغوړولې او تا هغوئ ته زما د تېلو او خوشبويۍ نذرانې پېش کړې.
خو اوس ستا بدعملونه ټولې دُنيا ته څرګند شول. اوس تۀ په خپله په شرمونو کښې پټه شوې او ادوم او د هغوئ ګاونډيان او فلستيان ستا نه نفرت کوى.
تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.
بنى اِسرائيلو يو ځل بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل او عستارات او هم داسې د شام، د صيدا، د موآب، د عمون او د فلستيانو د معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ مالِک خُدائ پرېښودو او د هغۀ عبادت کول يې بس کړل.