نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى.
او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى.