Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:8
9 Iomraidhean Croise  

د يوآب سړى خبر شول چې شيبا هلته دے، نو هغوئ لاړل او ښار يې محاصره کړو. هغوئ بهرنى دېوالونو ته د خاورو ډېرى جوړ کړل او دېوال کنستل يې هم شروع کړل چې دا راوغورزيږى.


وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.


نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.


مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.


نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى.


او په هغه اصلى زمکه باندې به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


هغه به ستا دېوالونه په مشين سره راګزار کړى او په خپلې وسلې سره به ستا برجونه راونړوى.


هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى.


يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan