Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 او په هغه اصلى زمکه باندې به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:6
10 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو.


ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.


مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، تر دې چې ستا خور سدوم او د هغې لوريانو کله هم داسې بد کارونه نۀ وُو کړى کوم چې تا او ستا لوريانو وکړل.


”خو زۀ به د سدوم او د هغې د لوريانو ژوندون دوباره بحال کړم او د سامريه او د هغې د لوريانو ژوندون به هم بحال کړم او ستا حالت به هم ورسره ښۀ کړم.


زۀ به په موآبيانو د سزا حکم وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“


زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


او زۀ به د هغوئ نه سخته بدله واخلم او په خپل غضب کښې به ورله سزا ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ نه بدله واخلم.“


زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan