Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 دا به لکه په سمندر کښې د ماهيګرو د جال د خورولو ځائ په شان وى، ځکه چې ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل چې، نور قومونه به هغه په آسانۍ سره لوټ کولے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:5
6 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې،


کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د بابل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى.


ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عين‌جدى نه تر عين‌عجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan