4 هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى.
مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.
لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“
هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.
هغه به ستا دېوالونه په مشين سره راګزار کړى او په خپلې وسلې سره به ستا برجونه راونړوى.
نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“
د صور خلقو ځان دپاره پخه قلعه جوړه کړه، او هغې سپين زر لکه د خاورې ډيرى، او سرۀ زر يې لکه د کوڅو د ګندونو په شان راغونډ کړل.