Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:3
23 Iomraidhean Croise  

هغۀ کلام وکړو نو تېز طوفان راغلو او د سمندر چپې اوچتې شوې.


په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.


مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟


د صور او صيدا ټولو بادشاهانو ته، او د سمندر د ساحلى علاقو بادشاهانو ته،


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ګورئ، زۀ ستاسو خلاف يم، اے مغروره خلقو، ستاسو د سزا ورځ رارسېدلې ده هغه وخت چې زۀ تاسو له سزا درکړم.


هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.


سمندر به په بابل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به بابل پټ کړى.


هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“


او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زۀ ستاسو خلاف يم. زۀ به خپله تُوره د کاش نه راوباسم او ستاسو نه به صادقان او بدعمله دواړه ختم کړم.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې،


ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى.


او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم.


نو په دې وجه زۀ ستا او ستا د نِهرونو خلاف يم، او زۀ به د مِصر مُلک تباه او وران ويجاړ کړم د مجدال نه تر اسوان پورې، او د ايتهوپيا د سرحدونو پورې.


او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، اے جوجه د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستاسو خلاف يم.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ په خپله ستا خلاف شوے يم، اے يروشلمه، زۀ به تا له د نورو قومونو په وړاندې سزا درکړم.


نو اوس ډېر قومونه ستا خِلاف راغونډ شوى دى. هغوئ وائى، ”پرېږدئ چې هغه بې‌عزته شى، او پرېږده چې زمونږ سترګې په شوق سره صيون ته وګورى.“


زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو.


زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم.


زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.


خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى.


په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan