Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:21
9 Iomraidhean Croise  

خو چې دوباره مې وليدل، هغوئ د دُنيا نه تلى وُو، ما چې کله هغوئ لټول نو بيا نۀ وُو.


ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د بابل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې بابل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.


نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،


د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“


ټولو هغه مُلکونو چې تۀ يې پېژندلې تا ته حېران دى، ستا مرګ به ډېر خطرناک وى او تۀ به نور په دُنيا کښې پاتې نۀ شې.“


د دې نه پس به هغه خپل مُلک کښې خپلو قلعه ګانو ته واپس شى خو هغه به تيندک وخورى او وبه غورزيږى نو د هغۀ نام و نشان به پاتې نۀ شى.


او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan