Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:20
26 Iomraidhean Croise  

زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.


زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.


هغوئ ټول به هغۀ ته آواز وکړى چې تۀ هم زمونږ په شان کمزورے يې. تۀ هم زمونږ په شان يې.


د مړو دُنيا بادشاه ته د پخير راغلې دپاره خپل ځان تياروى. کوم کسان چې په دُنيا کښې طاقتور وُو نو د هغوئ روحونه به بادشاه ته ودريږى. د بادشاهانو روحونه به د هغوئ د تختُونو نه ستا ليدو ته ودريږى.


بيا د صيون په غرۀ او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ راولېږى او د شپې به ورباندې لوګے او ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى.


او مونږ د ړندو په شان لاس په دېوال باندې اېښودلو اېښودلو سره لار معلوموو، د هغه خلقو په شان چې بلکل سترګې نۀ لرى. مونږ د غرمې هم داسې تيندکونه خورو لکه چې شپه وى، مونږ په ژوندو کښې د مړو په شان يُو.


نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.


هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم.


پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى.


زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.


کۀ هغوئ زمکه وکنى او لاندې عالمِ ارواح ته هم کوز شى، نو زما لاسونه به يې د هلته نه هم راوباسى. کۀ هغوئ آسمان ته هم وخېژى، نو زۀ به يې هلته نه ښکته راکوز کړم.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو.


زۀ لاندې د غرونو بېخ پورې ډوب شوم، لاندې زمکې زۀ د همېشه دپاره بنديوان کړم. خو تا زما ژوند د کندې نه راوويستو، اے زما مالِکه خُدايه.


نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.


خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“


نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه او هغوئ فنا شول.


او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو.


او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې.


نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بې‌دينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan