Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:19
7 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى.


ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى.


هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“


په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.


د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.


بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan