18 نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى.
د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.
د ادوم د راغورزېدو په آواز به زمکه ټوله په لړزان شى، او د هغوئ د چغو او سورو آواز به د بحرِقُلزمه پورې اورېدلے شى.
زمکه به په دې چغو سورو سره په لړزان شى ”بابل قبضه کړے شوے دے.“ او د هغوئ د مايوسۍ ژړا به په ټوله دُنيا کښې واورېدلے شى.“
دا هغه څۀ دى چې مالِک قادر مطلق خُدائ يې صور ته فرمائى، آيا د سمندر ساحلى ځايونه به ستا د راغورزېدو د آواز په وجه د يرې نه ونۀ لړزيږى کله چې زخميان چغې سورې وهى او په تا کښې خلق حلاليږى؟
هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.
نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې هغه ونه لاندې قبر ته ښکته شى نو هغه د اوبو چينې به ورباندې ماتم او وير وکړى. ما د هغې نِهرونه بند کړل، او د هغې بېحسابه اوبو بهېدل بند شول. نو د دې په وجه ما لبنان ته د ماتم کپړې واغوستې، او د زمکې ټولې ونې وچې شوې.