Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:16
32 Iomraidhean Croise  

چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“


لعنت يې لکه د جامو اغوستے وو، دا د دۀ بدن ته لکه د اوبو ورننوتے وو، او هډوکو ته يې لکه د تېلو ورننوتے وو.


په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.


زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“


څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.


د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.


د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.


د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.


اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.


اے يروشلمه، د ځان نه خاورې وڅنډه او پاڅه او په تخت کښېنه. اے د صيون قېد شوې لورې، د غلامۍ زنځيرونه د خپلې غاړې نه وشلوه.


هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“


د صيون مشران په زمکه په خاموشۍ سره ناست دى. هغوئ په خپلو سرونو خاورې اچولې دى او د ټاټ جامې يې اغوستې دى. د يروشلم پېغلو جينکو خپل سرونه د شرم نه زمکې ته ټيټ کړى دى.


ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې.


زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“


ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې.


نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې هغه ونه لاندې قبر ته ښکته شى نو هغه د اوبو چينې به ورباندې ماتم او وير وکړى. ما د هغې نِهرونه بند کړل، او د هغې بې‌حسابه اوبو بهېدل بند شول. نو د دې په وجه ما لبنان ته د ماتم کپړې واغوستې، او د زمکې ټولې ونې وچې شوې.


زۀ به ډېر خلق ستا د حالاتو په وجه پرېشانه کړم، او ستا په وجه به د هغوئ بادشاهان د يرې نه ولړزيږى کله چې زۀ خپله تُوره د هغوئ په وړاندې ښکاره کړم. ستا د غورزېدو په ورځ به هغوئ ټول هره لحظه د خپل ژوند دپاره لړزيږى.


بادشاه به ماتم کوى، شهزاده به د خفګان جامې اغوستې وى، د مُلک د خلقو لاسونه به رپيږى. زۀ به د هغوئ سره د دوئ د چال چلن په مطابق سلوک کوم، او د هغوئ په خپل معيار او اصُول به د دوئ عدالت وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به زر خپل قهر په تا نازل کړم، زۀ به تا ته ستا د چال چلن او د بدو اعمالو په مطابق سزا درکړم.


د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.


کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.


کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو.


زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى.


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


د زمکې بادشاهانو چې د هغې سره بدکارى وکړه او د هغې په عياشۍ کښې شامل شول، هر کله چې هغوئ د دې د سوزېدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرې ژړا او وير وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan