Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 دا هغه څۀ دى چې مالِک قادر مطلق خُدائ يې صور ته فرمائى، آيا د سمندر ساحلى ځايونه به ستا د راغورزېدو د آواز په وجه د يرې نه ونۀ لړزيږى کله چې زخميان چغې سورې وهى او په تا کښې خلق حلاليږى؟ ‎

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:15
11 Iomraidhean Croise  

چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.


د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.


د ادوم د راغورزېدو په آواز به زمکه ټوله په لړزان شى، او د هغوئ د چغو او سورو آواز به د بحرِقُلزمه پورې اورېدلے شى.


د هغوئ آسونه به دومره زيات وى چې په خپلو دوړو کښې به تا پټ کړى. او د جنګى آسونو د شور نه به ستا دېوالونه په لړزان شى، د هغې بګۍ او جنګى ګاډۍ چې کله ستا د ښار دروازې ته درننوځى دا به د هغه ښار په شان وى د چا دېوالونه چې د مخکښې نه وران شوى وى.


نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى.


زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“


ستا د ماڼکيانو د چغو په وجه به د سمندر په غاړه خلق د يرې نه ولړزيږى.


هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.


ما د هغې د راپرېوتو په آواز دُنيا په لړزان کړه کله چې هغه ما د هغوئ سره لاندې د مړو دُنيا ته ښکته کړه څوک چې قبر ته روان وُو. بيا د عدن ټولې ونې او د لبنان ټولې غوره شوې ونې، او هغه ټولې ونې چې ښې سيرابه شوې وې، هغه لاندې زمکې ته ولېږلے شوې.


زۀ به ډېر خلق ستا د حالاتو په وجه پرېشانه کړم، او ستا په وجه به د هغوئ بادشاهان د يرې نه ولړزيږى کله چې زۀ خپله تُوره د هغوئ په وړاندې ښکاره کړم. ستا د غورزېدو په ورځ به هغوئ ټول هره لحظه د خپل ژوند دپاره لړزيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan