Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 26:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ستا لارې کوڅې به د خپلو آسونو د پښو د نوکو لاندې کړى، او هغه به ستا خلق په تُوره قتل کړى، او ستا مضبوطې ستنې به په زمکه لاندې راوغورزيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 26:11
5 Iomraidhean Croise  

څوک چې مغروره وُو نو هغۀ عاجزان کړى دى، او هغۀ اوچت ښارونه راګزار کړى دى او خاورو سره يې خاورې کړى دى.


د هغوئ غشى به تېرۀ وى او د هغوئ ليندې به د ويشتلو دپاره تيارې وى. د هغوئ د آسونو د نالونو نه به بڅرکى الوځى او د هغوئ د جنګى ګاډو پايې به د هوا په شان تاويږى.


هغه به د مِصر په بيت‌شمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“


په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.


د هغوئ آسونه د پړانګانو نه تېز دى، په شپه کښې د ليوۀ نه خطرناک دى. د هغوئ په آسونو سوارۀ فوجيان په تېزۍ سره راروان دى، د هغوئ د آسونو سوارۀ د لرې لرې نه راځى. هغوئ لکه د باز په شان غوټه وهلو له تېز الوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan