Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 25:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو زۀ په دې وجه تاسو د مشرق خلقو ته د ميراث په توګه حواله کوم. هغوئ به ستاسو په مينځ کښې خپل کېمپونه جوړ کړى او خېمې به ودروى، هغوئ به ستاسو مېوې وخورى او ستاسو پئ به وڅښى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 25:4
17 Iomraidhean Croise  

بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو.


په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.


سليمان د نمرخاتۀ د ټولو هوښيارانو او د مِصر د هوښيارو سړو نه زيات هوښيار وو.


ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى.


هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.


بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.


زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.


زۀ به د مشرق په خلقو موآب او عمونيان قبضه کړم، نو بيا به نور عمونيان د دُنيا په مُلکونو کښې نۀ ياديږى،


نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.


بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.


يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى.


هغوئ به ستاسو څاروى او فصلونه وخورى او تاسو به د لوږې نه مړۀ شئ. هغوئ به ستاسو غله، مے، د زيتُونو تېل، څاروى او ګډې هيڅ هم نۀ پرېږدى، او تاسو به مړۀ شئ.


نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.


ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وُو.


زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan