Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 25:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 25:2
15 Iomraidhean Croise  

د کشرې لور يې هم يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې بِن‌عمى کېښودو. هغه د نن زمانې د عمونيانو پلار نيکۀ وو.


د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“


”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه.


”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه


”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan