4 او په هغې کښې د غوښې بوټۍ واچوئ، ټولې ښې بوټۍ لکه پتون او اوږى غوښه په کښې واچوئ. او د هم داسې ښو هډوکو نه يې ډک کړئ،
ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.
نو د اخلى پخلى والا د ټولو نه ښۀ غوښه راوړه او د ساؤل په مخکښې يې کېښوده. سموئيل ورته وفرمائيل، ”ګوره، دا هغه ټُکړه ده چې ستا دپاره ساتلے شوې وه. دا وخوره. د دې خلقو د رابللو نه مخکښې دا ما ستا دپاره اېښې وه.“ نو ساؤل په هغه ورځ د سموئيل سره روټۍ وخوړه.