25 او تۀ اے بنى آدمه، په کومه ورځ چې زۀ د هغوئ مضبوط قلعه، د هغوئ خوشحالى او فخر، د هغوئ د سترګو تور يعنې د هغوئ ښځې، د هغوئ د زړۀ خواهشونه، او د هغوئ زامن او لوڼه ترې نه واخلم
د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى. د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،
د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى.
هغوئ د صدقياه په مخامخ د هغۀ زامن او د يهوداه ټول آفسران حلال کړل.
د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“
هغۀ لکه د دشمن په شان خپله لينده راښکله او هغۀ خپل ښے لاس لکه د دشمن ګزار ته تيار کړو. هغۀ هغه ټول ووژل څوک چې په مونږ ګران وُو، هغۀ خپل غضب لکه د اور په شان د لور صيون په نيازبينې خېمې راوورولو.
د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربانګاه بېحرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.
د هغه کس د راتلو نه يو ماښام وړاندې، د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو، هغۀ زما خولۀ په سحر کښې د هغه سړى د راتلو نه وړاندې پرانستله. نو بيا زما خولۀ پرانستلے شوې وه او زۀ نور چپ نۀ شوم پاتې کېدے.
ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.