بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى.
خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،
زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“
نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى.