Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 24:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 او تاسو به هغه کار وکړئ کوم چې ما وکړو. تاسو به د خپل مخ لاندې حِصه نۀ پټوئ او نۀ به د مړى خېرات خورئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 24:22
9 Iomraidhean Croise  

څوک چې پاتې وى نو هغوئ به په وبا مړۀ شى، او د هغوئ کونډې به هم په هغوئ باندې ژړا ونۀ کړى.


د دوئ اِمامان يې په تُوره ووژل، او د دوئ کونډو ماتم ونۀ کړو.


هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بې‌وسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ.


د کوم کس چې د جذام بيمارى وى نو هغه به خامخا شلېدلې جامې اغوندى، خپل وېښتۀ به ببر پرېږدى، خولۀ او پوزه دې پټه کړى او چغې دې وهى، ”زۀ ناپاک يم، زۀ ناپاک يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan