2 ”اے بنى آدمه، د نن ورځې تاريخ وليکه، ځکه چې هم دا نن په دې تاريخ به د بابل بادشاه يروشلم محاصره کوى.
نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“
د صدقياه د بادشاهۍ د نهم کال په لسمه مياشت د بابل نبوکدنضر بادشاه د خپل ټول لښکر سره راغلو او د يروشلم نه يې ګېره واچوله.
نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.
د جلاوطنۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“