Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 24:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو بيا خلقو زما نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ به مونږ ته دا ووائې چې ستا د دې کارونو زمونږ دپاره څۀ مطلب دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 24:19
9 Iomraidhean Croise  

”اے بنى آدمه، ولې د بنى اِسرائيلو دې سرکشه قوم ستا نه تپوس ونۀ کړو چې، تۀ څۀ کوې؟


”دې سرکشه قوم ته ووايه چې، تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دې مثال څۀ مطلب دے؟ هغوئ ته ووايه چې، د بابل بادشاه يروشلم ته لاړو او د هغې بادشاه او سپين روبى يې بوتلل، او د خپل ځان سره يې بابل ته راوستل.


بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“


او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


نو ما په سحر کښې خلقو ته وفرمائيل، او بيا په ماښام کښې زما ښځه مړه شوه. او په بل سحر ما هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما ته حکم شوے وو.


نو ما هغوئ ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،


کله چې ستا د مُلک خلق ستا نه تپوس وکړى چې، ولې تۀ به مونږ ته دا نۀ وائې چې د دې څۀ مطلب دے؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan