15 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه.