1 د جلاوطنۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو
د صدقياه د بادشاهۍ د نهم کال په لسمه مياشت د بابل نبوکدنضر بادشاه د خپل ټول لښکر سره راغلو او د يروشلم نه يې ګېره واچوله.
نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.
د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين بادشاه د جلاوطنۍ پينځم کال وو.
د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو.
تاسو به د خپلې شهوت پرستۍ دپاره سزا وزغمئ او د خپلې بُت پرستۍ د ګناهونو سزا به برداشت کړئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
”اے بنى آدمه، د نن ورځې تاريخ وليکه، ځکه چې هم دا نن په دې تاريخ به د بابل بادشاه يروشلم محاصره کوى.
د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د مياشتې په وړومبۍ ورځ کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
د دولسم کال، د دولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
د دولسم کال د اولې مياشتې په پينځلسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“
زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.
د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.
دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“