Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 23:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغې خپل ځان د اسوريانو ټولو آفسرانو ته لکه د کنجرې په شان پېش کړو او خپل ځان يې د هغه هر چا ټولو بُتانو سره پليت کړو چا پسې چې د هغې شوق وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 23:7
8 Iomraidhean Croise  

دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام.


په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو، په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.


خو تا په خپله ښُکلا او شُهرت باندې بهروسه وکړه او خپل شُهرت دې د کنجرتوب دپاره استعمال کړو. ستا د کنجرتوب نه څوک هم په لار بچ نۀ شُو او خپل حسن دې باد کړو.


او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.


دا هر څۀ په تا باندې راوستل، ځکه چې تۀ نورو قومونو پسې بې‌قراره وې او خپل ځان دې د هغوئ په بُتانو پليت کړو.


زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“


ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan