6 سرکارى آفسران او کمانډران ټول ښکلى ځوانان وُو او شاندراې جامې يې اچولې وې او په آسونو سوارۀ وُو.
اسورى مشرانو او آفسرانو او د ښائسته جامو جنګيالو ته او په آسونو سوارو آفسرانو ته، زياته په شوق کښې وه چې ښکلى ځوانان وُو.
نو ما وليدل چې هغې هم خپل ځان پليت کړو، او هغوئ دواړه په يوه لاره باندې لاړې.
بابليان او ټول د فقود او د شوع او د کوع خلق او هغوئ سره به ټول اسوريان، ښکلې ځوانان سړى، ټول آفسران او حاکمان، د جنګى ګاډو آفسران او د اوچت مقام خلق ټول په آسونو سوارۀ ستا خلاف راولم.