4 د مشرې نامه اوحوله وه، او د هغې د خور نامه اوحوليبه وه. هغوئ زما وې او زامن او لوڼه يې راوړل. د اوحوله نه سامريه مطلب دے، او اوحوليبه نه يروشلم مطلب دے.
کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.
خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره.
د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.
د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بېوفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.
زما خيال دا وو چې د دې هر څۀ کولو نه وروستو به هغه ما ته واپس راوګرځى. خو دا راونۀ ګرځېده او د دې بېوفا خور يهوداه دا هر څۀ وليدل.
او تاسو خپل زامن او لوڼه بوتلل کوم چې تاسو زما دپاره پېدا کړى وُو او هغوئ مو د خوراک په توګه بُتانو ته قربانى کړل. ولې ستا خپله زناکارى کافى نۀ وه څۀ؟
هغوئ به ستا خلاف جلوس راوکاږى څوک چې به تا سنګسار کړى او تا به په خپلو تُورو سره ټوټه ټوټه کړى.
ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د اوحوله او اوحوليبه عدالت وکړې؟ نو هغوئ تۀ د هغوئ حرام کارونه مخامخ کړه.
او هغوئ د هغې سره زنا وکړه. لکه څنګه چې سړے د زناکارې سره څملى، نو هغوئ د هغه بېحيا ښځو اوحوله او اوحوليبه سره څملاستل.
اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه.
نو هوسيع لاړو او جُمر د دِبلائم لور سره يې وادۀ وکړو، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو.
هغه به په خپلو عاشقانو پسې منډې وهى خو هغه به نۀ شى وررسېدے. هغه به خپل عاشقان لټوى خو پېدا به يې نۀ کړى. نو بيا به هغه ووائى، ”زۀ خپل خاوند له واپس ورځم. مخکښې زما ژوند د اوس نه ډېر ښۀ وو.“
تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے.
نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.