21 نو تۀ د خپلې ځوانۍ د هغه مستۍ بيا خواهشمنده يې، لکه څنګه چې ستا په پېغلتوب کښې پردو سړو په مِصر کښې ستا د سينو سره لوبې وکړې.“
ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بېاهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.
خو هغه د پخوا نه هم ډېره زياته کنجره شوه لکه څنګه چې هغه په مِصر کښې د خپلې ځوانۍ په عمر کښې کنجره وه.
نو په دې وجه، اے اوحوليبه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”زۀ به ستا عاشقان ستا خلاف راپاڅوم، د چا نه چې تۀ اوړېدلې يې او نفرت ترې کوې، او زۀ به هغوئ ستا خلاف د هرې خوا نه راولم.
هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.
هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو.
زۀ د خپل پلار په نوم راغلے يم او تاسو ما نۀ قبلوئ خو کۀ بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به يې قبول کړئ.